د اسټرالیا څخه د باندې

هر هغه څوک چې هڅه کوي په ناقانونه توګه د کښتۍ په وسیله اسټرالیا ته ورسیږي، هغوی به بیرته وګرځول شي او یا به د هغوی اړوند هېواد ته واستول شي.

د آسټرلیا پولې یا سرحدونه د ټولو هغو کسانو په وړاندې ټړلې دي چې هڅه کوي په ناقانونه توګه اسټرالیا ته ورسیږي. او دا پولې به تړلي پاتې کیږي.

په ناقانونه توګه اسټرالیا ته د راتګ د هڅو په پایله کې هیڅ ډول مالي ګټه (پیسې) ترلاسه کیدای نشي.

د قاچاقبرانو د درواغو په وسیله ونه غولول شئ. دوی یوازې او یوازې ستاسې پیسې اخلي.

د کښتۍ پواسطه په ناقانونه توګه اسټرالیا ته د رسیدو هڅه بې مانا، بې مفهومه او ډېره خطرناکه ده.

د اسټرالیا د سرحدونو عملیات

د استرالیا حکومت د خپلو سرحدونو د ساتنې د سختو مقرراتو پلي کولو ته دوام ورکوي تر څو په سمندر کې د ژوند د لاسه ورکولو څخه مخنیوی او د خلکو د قاچاق کولو شبکه د مینځه یوسي.

This poster represents the 'you will be turned back' policy. The poster directs the reader to www.australia.gov.au/novisa

د اسټرالیا د سرحدونو د عملیاتو پر بنسټ ( OSB )، هر هغه څوک چې په ناقانونه توګه په کشتۍ کې اسټرالیا ته د سفر نیت وکړي، هغۀ هېواد ته به واستول شي چې حرکت یې ترېنه راکړی وو.

هغه کسان چې په ناقانونه توګه په کښتۍ کې سفر کوي، د کېس ارزونه او استوګنه به یې په اسټرالیا کې ممکنه نه وي.

اسټرالیا په خپلو هغو ژمنو باندې ټینګه ولاړه ده چې د انساني قاچاق کوونکو مجرمانه فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

د اسټرالیا حکومت په بهر کې یو شمېر بېلا بېل ارتباطي فعالیتونه ترتیب کړي دي چې خلکو ته معلومات ورکړي ترڅو په ناقانونه توګه په کښتۍ کې د خپل راتګ لپاره اسټرالیا ته پاملرنه وکړي او هم به دوی هېڅکله په اسټرالیا کې ژوند ونکړي.

د قوي او خوندي سرحدونو ۱۰۰۰ ورځې

د انساني قاچاق کوونکو په درواغو باندې باور مه کوئ

انساني قاچاق کوونکي به درته ووایي چې د اسټرالیا حکومت به د وخت په تېرېدو سره خپله پالېسي نرمه کړي. خو د اسټرالیا حکومت نۀ خپل قوي دریځ نرم کړی او نه به یې نرم کړي.

هر هغه څوک چې کوښښ وکړي په ناقانونه توګه په کښتۍ کې اسټرالیا ته راشي، په اسټرالیا کې به استوګن نشي.

قانون په ټولو باندې پلی کېږي ــ کورنۍ، ماشومان، بې کسه ماشومان، تحصیل لرونکي او ماهرین. په دې کې استثنا نشته.

خپلې پېسې مه ضایع کوئ. د انسانانو د قاچاق کوونکو په درواغو باور مه کوئ.

په انډونیشیا کې د UNHCR سره د ځان ثبتول

د اسټرالیا حکومت د پناه غوښتونکو د بیا استوګنې لپاره د اندونیشیا څخه، خپلو قوانینو ته بدلون ورکړی.

که تاسو انډونیشیا ته سفر وکړئ او ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې په ۱ او یا د هغې نه وروسته د یو ان اچ سي آر سره ځان ثبت کړئ، ستاسو کېس ته به د بیا استوګن کېدو لپاره په اسټرالیا کې کتنه ونشي.

د اسټرالیا له خوا څخه د هغه کسانو لپاره چې د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې د لمړۍ نېټې څخه پخوا یې ځانونه په انډونیشیا کې د یو ان اچ سي آر سره ثبت کړي وو، د بیا استوګنې لپاره د تعین شوو استوګن ځایونو په شمېر کې هم کموالی راغلی دی.

قانون په ټولو باندې پلی کېږي. په دې کې استثنا نشته.

حقيقت پاڼه

نور معلومات

د اسټرالیا د پناه غوښتونکو او بشري پروګرام د معلوماتو لپاره د Refugee and Humanitarian وېبپاڼه وګورئ.

د پناه غوښتونکو او بشري ویزو د معلوماتو لپاره وروستي بدلونونه په Refugee and Humanitarian visas وېبپاڼه کې وګورئ.

د پناه غوښتونکو، په بهر کې د کېسونو د کتلو، د استوګنې ترتیبات او د اسټرالیا د پناه غوښتونکو او بشري پروګرام په هکله د تازه خبرونو په لاس ته راوړلو کې لاندنۍ وېبپاڼه وګورئ: Department of Immigration and Border Protections newsroom