د سرحداتو خپلواکی عملیات

د OSB ګډ اداري کاري ځواک (JATF) یو حکومتي نووښت دی چې په پراخه توګه د فدرال حکومت د اړونده ادارو له خوا یې ملاتړ شوی او درې عملیاتي کاري ډلې پکښې شاملې دي. دا کاري ډلې په لاندې ډول دي:

  • د اخلال کولو او منع کولو کاري ډله – د اسټرالیا د فدرال پولیس له خوا یې لارښوونه کېږي.
  • د کشف، مخنیوي او د لېږدولو کاري ډله ــ د اسټرالیا د سرحدي ځواک، له خوا یې لارښوونه کېږي او د سمندري سرحدونو قومانده هم پکښې شامله ده.
  • د توقیف او لیرې کولو کاري ډله ــ د اسټرالیا د سرحدي ځواک له خوا یې لارښوونه کېږي.

تشکیلاتي فهرست ــ ۲۰۱۶ کال فبروري (63KB PDF)

خبرونه

په OSB پورې ټول اړونده رسنیز خبرونه، عملیاتي او تازه مضمونونه زمونږ په خبر پانه کې موجود دي.