معلوماتي پاڼه: د هغو کسانو لپاره معلومات چې د پخوا نه په اسټرالیا کې اوسېږي

د اسټرالیا د سرحدونو عملیات څه دي؟

د اسټرالیا د حکومت له خوا څخه جوړ شوي د سرحدونو عملیات چې مشري یې پوځ کوي، د سرحدونو د امنیت هغه عملیات دي چې موخه یې د سمندري انساني قاچاق کوونکو سره مبارزه او د اسټرالیا د سرحدونو ساتنه ده.

اسټرالیا دې ته ژمنه ده چې د انساني قاچاق کوونکو جنایي فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي او د هغو زیانمنونکو خلکو مخنیوی وکړي چې د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره کوښښ کوي په نا خوندي کښتیو کې ځانونه اسټرالیا ته راورسوي.

اوس نږدې درې کاله کېږي چې د انساني قاچاق کوونکو وروستۍ کښتۍ اسټرالیا ته رارسېدلې وه. د خلکو د قاچاق کولو ټولې هغه کښتۍ چې اسټرالیا ته یې د رارسېدلو نیت کړی وو، نیول شوي او بېرته هغو هېوادونو ته استول شوي چې حرکت یې ترېنه راکړی وو.

د اسټرالیا د سرحدونو د ساتنې پالېسۍ څه دي؟

اسټرالیا د خپلو سرحدونو د ساتنې لپاره سخت ګامونه پورته کړي چې سمندري انساني قاچاق کوونکي کمزوري او مبارزه ورسره وکړي، په سمندر کې د ژوندانۀ د له لاسه ورکولو څخه مخنیوی او د اسټرالیا پولې وساتي.

هر هغه څوک چې په ناقانونه توګه د ویزې څخه پرته په کښتۍ کې اسټرالیا ته د سفر نیت وکړي، بېرته به هغۀ هېواد ته وګرځول شي چې حرکت یې ترېنه راکړی وو، استوګنه به یې په اسټرالیا کې هیڅکله ممکنه نه وي. که ستاسو کورنۍ او ملګري د ویزې څخه پرته کښتۍ ته پورته شي، هغوی به اسټرالیا ته راونه رسېږي.

دا قانون پر ټولو پلی کېږي؟

هو، هر هغه څوک چې په ناقانونه توګه په کښتۍ کې اسټرالیا ته د سفر نیت وکړي، بېرته به هغۀ هېواد ته وګرځول شي چې حرکت یې ترېنه راکړی وو. قانون په ټولو پلی کېږي: کورنۍ، ماشومان، بې کسه ماشومان، زده کړې لرونکي او ماهر کسان- استثنا په کې نشته.

په انساني قاچاق کوونکو باندې باور مه کوئ، هغوی درواغ وایي...

مونږ پوهېږو چې انساني قاچاق کوونکي هغو نا امېده کسانوته چې غواړي اسټرالیا ته راشي، خپلو درواغو ته دوام ورکوي. د خلکو قاچاق کوونکي د هغو مجرمانو څخه پرته بل څه ندي چې ستاسو د کورنۍ ژوند په خطر کې اچوي او پېسې ترېنه اخلي.

د انسانانو قاچاق کوونکي به ستاسو ملګرو او کورنۍ ته ووایي چې اسټرالیا ته تلل ډېر اسانه دي، یا دا چې اوس پالېسي نرمه شوې ده. دوی ته ووایئ چې په دې درواغو باور مکوئ! د قانوني وېزې د لرلو څخه پرته په اسټرالیا کې ژوند کولی نشئ. د اسټرالیا حکومت خپل پیاوړی دریځ نه بدل کړی او نه به یې هم بدل کړي.

انساني قاچاق کوونکي به وواېي چې قانون په هغوی پلی کېدای نشي یا به ووایي چې قانون به ژر بدل شي. قانون ستاسو په ملګرو او کورنۍ پلی کېږي، په دې کې استثنا نشته. اجازه مه ورکوئ چې لاړ شي!

هر هغه څوک چې کوښښ کوي په ناقانونه توګه په کښتۍ کې اسټرالیا ته راشي، په اسټرالیا کې به استوګن نشي. خپلې کورنۍ او ملګرو ته ووایئ مخکې د هغه نه چې خپلې پېسې ضایع کړئ، یو ځل بیا فکر وکړئ.

زما خپلوان څنګه کولی شي چې ما اسټرالیا ته وغواړي؟

هغه کسان چې په پام کې لري په اسټرالیا کې بیا استوګن شي، یا داسې ملګري او د کورنۍ غړي لري چې په پام کې لري په اسټرالیا کې بیا استوګن شي، باید په یاد ولري چې اسټرالیا ته د راتګ لپاره قانوني لارې هم شته. که تاسو وغواړئ چې په ناقانونه توګه اسټرالیا ته راشئ، په اسټرالیا کې به هېڅ وخت ژوند ونکړئ.

د اسټرالیا د حکومت د مهاجرینو او بشري پروګرام د یوې The Department of Immigration and Border Protection برخې په توګه د اسټرالیا څخه بهر د بیا استوګنې لپاره یو پروګرام لري. په دې پروګرام کې د هغو کسانو بیا استوګن کېدل شامل دي چې د اسټرالیا بشري مرستو ته اړتیا لري او د ځان لپاره د حل کومه بله دوامداره لاره نلري.

د هغو کسانو لپاره چې د اسټرالیا څخه بهر د بیا استوګن کېدو د پروګرام لپاره وړ ندي او اسټرالیا ته د کار کولو د راتګ لپاره انتظار باسي، هغوی باید د کار د ويزې لپاره غوښتنلیک ورکړي. د قانوني مهاجرت د لارو چارو په هکله د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره لطفٱ د Department of Immigration and Border Protection website وېبپاڼه http://www.border.gov.au/ وګورئ.