په اسټرالیا کې

هر هغه څوک چې هڅه کوي په ناقانونه توګه د کښتۍ په وسیله اسټرالیا ته ورسیږي، هغوی به بیرته وګرځول شي او یا به د هغوی اړوند هېواد ته واستول شي.

د آسټرلیا پولې یا سرحدونه د ټولو هغو کسانو په وړاندې ټړلې دي چې هڅه کوي په ناقانونه توګه اسټرالیا ته ورسیږي. او دا پولې به تړلي پاتې کیږي.

په ناقانونه توګه اسټرالیا ته د راتګ د هڅو په پایله کې هیڅ ډول مالي ګټه (پیسې) ترلاسه کیدای نشي.

مه پریږدئ چې کورنۍ یا ملګري مو د قاچاقبرانو د درواغو خبرو پوسیله وغولول شي.

قاچاقبران به خپلې پیسې واخلي او ستاسې کورنۍ به په خطر کې پاتې وي.

په اسټرالیا کې میشت کیدل به د هغو خلکو لپاره چې هڅه کوي په ناقانونه توګه د کښتۍ په وسیله راشي، هیڅکله شونې نه وي.

د اسټرالیا د سرحدونو عملیات

د اسټرالیا حکومت د سرحدونو د ساتنې سخت مقررات پلي کړي دي چې د سمندري انساني قاچاق کوونکو سره مبارزه، په سمندر کې د ژوندانه د له مینځه تللو مخنیوی او د اسټرالیا د سرحدونو ساتنه وکړي. هر څوک چې په دې لټه کې وي چې په کښتۍ کې په ناقانونه توګه اسټرالیا ته راشي، هېڅکله به دلته ژوند ونکړي.

This poster represents the 'you will be turned back' policy. The poster directs the reader to www.australia.gov.au/novisa

د اسټرالیا د سرحدونو د عملیاتو پر بنسټ، هر هغه څوک چې په ناقانونه توګه په کشتۍ کې اسټرالیا ته د سفر نیت وکړي، هغۀ هېواد ته به واستول شي چې حرکت یې ترېنه راکړی وو.

هر هغه څوک چې په ناقانونه توګه په کښتۍ کې سفر کوي، په اسټرالیا کې به یې استوګنه ممکنه نه وي.

قانون په ټولو باندې پلی کېږي. کورنۍ، ماشومان، بې کسه ماشومان، تحصیل لرونکي او ماهرین. په دې کې استثنا نشته.

د قوي او خوندي سرحدونو ۱۰۰۰ ورځې

خپلې پېسې مۀ ضایع کوئ ــ د خلکو قاچاق کوونکي درواغ وایي

د انسانانو قاچاق کوونکو ته د پېسو په ورکولو سره د خپلې کورنۍ او د ملګرو سلامتیا په خطر کې مه اچوئ. که ستاسو کورنۍ او ملګري د ویزې د لرلو څخه پرته په کښتۍ کې اسټرالیا ته سفر کوي، په اسټرالیا کې به استوګن نشي.

ان که دوی د پناه غوښتونکو په توګه هم ومنل شي، بیا به هم په اسټرالیا کې استوګن نشي.

دا مقررات د دې لپاره اعلان شوي چې د انسانانو د قاچاق کوونکو او په سمندر کې د لا زیات ژوند د لاسه ورکولو څخه مخنیوی وشي.

په انډونیشیا کې د UNHCR سره د ځان ثبتول

د اسټرالیا حکومت د پناه غوښتونکو د بیا استوګنې لپاره د اندونیشیا څخه، خپلو قوانینو ته بدلون ورکړی دی.

که تاسو انډونیشیا ته سفر وکړئ او د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې په ۱ او یا د هغې نه وروسته د یو ان اچ سي آر سره ځان ثبت کړئ، ستاسو کېس ته به د بیا استوګن کېدو لپاره په اسټرالیا کې کتنه ونشي.

د استرالیا له خوا څخه د هغه کسانو لپاره چې د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې د لمړۍ نېټې څخه پخوا یې ځانونه په انډونیشیا کې د یو ان اچ سي آر سره ثبت کړي وو، د بیا استوګنې لپاره د تعین شوو استوګن ځایونو په شمېر کې هم کموالی راغلی دی.

قانون په ټولو باندې پلی کېږي. په دې کې استثنا نشته.

حقيقت پاڼه