د سرحداتو خپلواکی عملیات

د اسټرالیا د سرحدونو په نوم عملیات (OSB) چې د پوځ په لارښوونه د سرحدونو د امنیت د ساتلو لپاره ترسره کېږي، موخه یې د سمندري انساني قاچاق کوونکو سره مبارزه او د اسټرالیا د سرحدونو ساتنه ده.

دا عملیات د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۸نېټه تاسیس شول او په بریالیتوب سره یې اسټرالیا ته د ناقانونه سمندری راتګ د کوښښونو شمېره راټیټه کړه او په سمندر کې یې د ژوند د لاسه ورکولو څخه مخنیوی وکړ.

اسټرالیا په خپلو هغو ژمنو باندې ټینګه ولاړه ده چې د انساني قاچاق کوونکو مجرمانه فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي. هر هغه څوک چې د ویزې د لرلو څخه پرته اسټرالیا ته په کښتۍ کې د راتګ کوښښ وکړي، بېرته به هغه هېواد ته ولېږل شي چې حرکت یې ترېنه راکړی وو.

Find out more